په افغانستان کې دطالبانو لپاره یو رنګه یونیفورم برابریږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104936-په_افغانستان_کې_دطالبانو_لپاره_یو_رنګه_یونیفورم_برابریږي
 په درستو هیوادونو کې  د امنیتی  ځواک ، خپل خاص  آرم او یونیفور م  لري او  کارپيژاندي د یوه یونیفورم او آرم نه درلودل  د ناسمې استفادې  زمینه ګڼي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2021 00:43 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دطالبانو لپاره یو رنګه یونیفورم برابریږي

 په درستو هیوادونو کې  د امنیتی  ځواک ، خپل خاص  آرم او یونیفور م  لري او  کارپيژاندي د یوه یونیفورم او آرم نه درلودل  د ناسمې استفادې  زمینه ګڼي.

 زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس  له  قوله راپور راکړ ،  د طالبانو ډلې چارواکو  وئیلي دي ،د خپلو ځواکونو  لپاره ئې د لاښه نظم دټينګولو  په خاطر   یورنګه یونیفورم   برابر کړی دی .

 په راپور کې وئيل شوي دي  طالبانو وئيلي  دي ،   د طالبانو په نامې او یونیفورم سره  د خلکو دکړولو لپاره  دځینو د ناسمې استفادې  د مخنیوي لپاره  ئې ،دغه اقدام کړی دی .

د طالبانو یوه امنیتی چارواکي مولوي محمدي  وئيلي دي ، ددې لپاره  چې خلک  طالبان او عام خلک پخپلو کې سره وپيژندي ،  هڅه کوو ،چې د درستو حوزو  د ځواکونو لپاره  منظم او مشخص یونیفورم  برابر کړو .

 په درستو هیوادونو کې  د امنیتی  ځواک ، خپل خاص  آرم او یونیفور م  لري او  کارپيژاندي د یوه یونیفورم او آرم نه درلودل  د ناسمې استفادې  زمینه ګڼي.