وروستي امریکايي پوځیان هم له افغانستانه ووتل
د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون وویل چې له افغانستانه یې خپل ټول ځواکونه وایستل.
د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون وویل چې له افغانستانه یې خپل ټول ځواکونه وایستل.
زمونږ د خبریال د رالیږلي رپورټ له مخې امریکايی پوځیانو د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د یوولسمې له حملو وروسته پر افغانستان برید وکړ او له نژدې شلو کلونو وروسته پرون ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل. پنتاګون وايي چې وروستۍ امریکايي الوتکه د تیره شپه ناوخته له افغانستانه روانه شوه.
ټاکل شوې وه چې ټول امریکايي پوځیان د اګست تر ۳۱ یعني تر نن سې شنبې ورځې له افغانستانه ووځي.
سر له نن څخه د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ټول کنټرول د طالبانو لاس ته ورغی.
خو د امریکا د هوايي چلن فیډرل اداره وايي چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د هوايي ترافیک د کنټرول خدمات نه لري.
امریکايي پوځیانو د کابل په نړیوال هوايي ډګر کښې د ټریفک کنټرول تجهیزات او هم داشان هلته ولاړې خپلې ګڼې الوتکې او چورلکې په بمونو الوځولې دي چې طالبان ترې ګټه پورته نه کړې شي.
په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال فرانک مکینزي هم بیګا نزدې یوه بجه اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر بشپړ شو.
هغه بیګا وویل«نن شپه د ځواکونو وتل له یوې خوا د پوځي حضور پای ته رسېدا ښيي او له بلې خوا د نژدې شل کلنې جګړې پای».
دغه امریکايي قومندان په عین حال کښې ادعا وکړه چې د دې ماموریت په نتیجه کې اسامه بن لادن او د القاعده ملګري یې په سزا ورسول شول.
په دغې شل کلنې جګړې کښې زرګونه امریکايي پوځیان وژل شوي او زرګونه نور زخمي شوي دي او له بلې خوا لکونو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او میلیونونه نور کډه په سر شوي دي.