امنیت شوراله طالبانو وغوښتل چې پرېږدي افغانان بهر ته لاړ شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104986-امنیت_شوراله_طالبانو_وغوښتل_چې_پرېږدي_افغانان_بهر_ته_لاړ_شي
دا په داسې حال کی دي چی د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهد ویلی دی هیڅ افغان ښاریز باید هیواد پرنږدی ځکه چی هیڅ یو پکې له ستونزې سره ندی مخامخ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2021 07:00 Asia/Kabul
  • امنیت شوراله طالبانو وغوښتل چې  پرېږدي افغانان بهر ته لاړ شي

دا په داسې حال کی دي چی د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهد ویلی دی هیڅ افغان ښاریز باید هیواد پرنږدی ځکه چی هیڅ یو پکې له ستونزې سره ندی مخامخ .

 

امنیت شورا په خپله غونډه کې وویل هغه افغانان چې ځان په خطر کې احساسوي پرېښودل شي چې له افغانستانه ووځي.

د امنیت شورا غړیو په یوه پرېکړه لیک کې طالبانو ته خبرداری وکړ چې د کابل له هوايي ډګره د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته پر خپلو ژمنو ودرېږي.

دې شورا د طالبانو له لوري د یو شمېر خلکو د مخنیوي یادونه هم کړې ده.

پرېکړه لیک چې مسوده یې بریتانیا، امریکا او فرانسې چمتو کړې وه، د روسیې او چین په ګډون د امنیت شورا ټولو ۱۳ حاضرو غړیو په یوه خوله تصویب کړ.

امنیت شورا ۵ دایمي او ۱۰ غیر دایمي غړي لري خو د تېرې شپې په غونډه کې ۱۳ غړیو یې ګډون درلود.

امنیت شورا د طالبانو د ژمنې یادونه کړې چې افغانان به پرېږدي چې بهر ته لاړ شي او اجازه به ورکړي چې کله دوی غوښتل بېرته خپل هیواد ته راشي.

دا په داسې حال کی دي چی د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهد ویلی دی هیڅ افغان ښاریز باید هیواد پرنږدی ځکه چی هیڅ یو پکې له ستونزې سره ندی مخامخ .

مجاهد وویل مونږه به د افغانستان خلکو ته نوی څیره وښیو چی هغو راتلونکی په نسبت خوشبینه ووسی .