د ایران او د افغانستان مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105032-د_ایران_او_د_افغانستان_مطبوعاتو_ته_کتنه
دوستانو نن د تهران چاپ کابو ټولي ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه لیکنې کړي دي چي په سر کې یې د اطلاعات ورځپاڼه را اخلو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2021 08:20 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان مطبوعاتو ته کتنه

دوستانو نن د تهران چاپ کابو ټولي ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه لیکنې کړي دي چي په سر کې یې د اطلاعات ورځپاڼه را اخلو.

اطلاعات

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه په افغانستان کې د ۲۰ کلن اشغال د پای ته رسېدو تر عنوان لاندې لیکي: د امریکایانو وروستۍ ډله هم له درو تیارو سره له افغانستان څخه ووتل او د کابل د هوایي میدان واک طالبانو ته ور وسپارل شو.

ورځپاڼه په دوام کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله د امریکایي چارواکو او رسنیو وېناوې او د طالبانو غبرګون ته انعکاس ورکړی دی.

ورځپاڼه د ان بی سی نیوز په حواله لیکي چي له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره د امریکې تر ټولو خونړې او اوږد جنګ پای ته ورسېده. همدارنګه دیلي ټلګراف بیا په امریکې نیوکه کړې چي طالبانو ته یې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او فوخي سازوسامان ورپرېښودل.

اطلاعات په دوام کې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکې د ولسمشر بایدن خبرو ته انعکاس ورکړی دی او لیکي چي بایډن بیا ځلي له خپل پرېکړه څخه دفاع وکړه و او ویې ویل: په افغانستان کې زموږ ۲۰ کلن حضور پای ته ورسېده او زموږ ځواکونه په مسلکي او حرفه ای توګه له دې هیواده ووتل.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د فلسطینیانو په مظاهرې باندې د صهیونیستي رژیم د وحشي ځواکونو د برید خبر ورکړی دی.

خبر کې راغلې چي فلسطینی وګړو د غزې د ترانګې د محاصرې د دوام او د الاقصی په جومات باندې د اسرائیلو د تیریو په اعتراض سوله ایزي مظاهرې کولې چي د اسرائیلي ځواکونو له سخت برید سره مخامخ شول.

د ورځپانې په وېنا صهیونیستي وحشي ځواکونو په مظاهرچیانو باندې په خپل برید کې له اوښکي بهوونکي او زهرجنو ګېسونو څخه کار اخیستي او په ځینو مظاهرچیانو باندې ډزې کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي چي په دغه برید کې په لسګونو فلسطیني عام وګړو ته سالنډی رامینځ ته شوي او درې تنه بیا په ډزو ټبیان شوي چي حالات یې خراب بلل شوی دی.

جام جم

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا په خپله لومړي پانه کې له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو په اړه د کنډوالو د پاسه د دوږخ تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه په دغه مقاله کې په افغانستان کې د امریکې د ۲۰ کلن اشغال د پایلو په څېړلو سره لیکي: هغه هیواد چي ټاکل شوی و د امریکې په حضور سره په سیمه کې د ازادی او د پرمختګ په  ټاټوبی بدل شی او په کنډواله بدله شوې ده.

مقاله کې راغلې چي جورج بوش او ورسره د نوي محافظه کارانو یوولس کسیزه ډله د ۲۰۰۱ میلادي کال کې د سپټمبر د یوولسمي د مشکوکي پیښې په پلمه پرېکړه وکړه چي په افغانستان باندې برید وکړي، هغوي د ترهګرو سره د مبارزې، د ولس جوړونې او د ډیموکراسي د راوستلو او د مخدره موادو سره د مبارزې په شعار سره افغانستان اشغال کړ خو د ۲۰ کلونو وروسته او د لسګونو زرو بې ګناه وګړو تر وژلو وروسته له افغانستان څخه په داسي حال کې پښې سپکې کړې چي په دغه هیواد کې د مخدره موادو تولید څو چنده شوې او دغه هیواد بیا ځلي طالبانو لاس ته ورغي.

ورځپاڼه لیکی د دغو اشغالګرانو په جګړې کې له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه بیا تر ۲۰۲۱ پوري ۲۴۱ زره کسان په مستقیم ډول وژل شوي چي تر ۷۱ زره یې د ښځو او ماشومانو په شمول ملکي وګړې وي.

ورځپاڼه زیاتوې چي په غیر مستقیمه توګه د امریکې او د ناتو د حضور د امله زیات کسان وژل شوي چي کره شمېر یې شتونه نه لري او د دې تر څنګ کابو درې میلیون افغانان هم بې کوره شوي دي.

جوان

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه له یمن څخه د عربستان د یرغلګرو ځواکونو د وتلو په اړه د انصارالله د غورځنګ د غوښتنې په اړه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چي له افغانستان څخه د امریکایي یرغلګرو ځواکونو تر وتلو وروسته اوس د یمن د انصارالله غورځنګ هم د امریکایي او سعودي یرغلګرو ځواکونو د وتلو یوه طرحه برابره کړې او له یادو هیوادونو غوښتنه کړې چي د یمن اشغال ته د پای ټکی کښېږدوي.

د ورځپاڼې په وېنا د یمن د سیاسي شورا غړی محمد علی الحوثي په یو ټوییټ کې ولیکي چي یمن هم د اشغالګرو هدېره ده، له افغانستان څخه د امریکایي اشغالګرو په وتلو سره د امریکې او د سعودي او د هغوی له ملګرو غواړو چي د یوې منظمې برنامې له مخې د یمن خاوره پریږدي او خپل ځواکونه وباسي.

علی الحوثي زیاته کړه چي د یمن ولس ارام او با ثباته ژوند غواړي او اشغال او قیمومیت نه مني که حتی جګړه د کلونو کلونو لپاره دوام وکړي.

د ورځپاڼې په وېنا د روغتیا نړیواله اداره د سعودي د ملک سلمان له مرکز څخه ۶ کاڼتينره درملیزي توکي یمن ته واستولې چي د انصارالله د غورځنګ له لوري واپس کړای شو.

د حدیدې د ولایت د بشري چارو د شورا مشر وویل: موږ د سعودي د مرستندویو جوپو په استولو سره د روغتیا د نړیوالي ادارې غولوونکي اقدامات غندو ځکه چي د سعودي تیارې او برجونه د یمن د عام وګړو په وژلو لګیا دي، سعودي چي په یمن کې ښځې او ماشومان وژنې او د درملو او د خوراکي توکو د وارداتو مخه نیولې او لوږه یې رامینځ ته کړې نه شي کولای د څو کنټینرو په استولو او غولوونکي اقداماتو سره ځان ژغورونکی معرفي کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چي د انصارالله غورځنګ د نړیوالي روغتیایي ادارې څخه غوښتنه وکړه چي د یمن له ولس څخه د دغه غولوونکي اقدام په خاطر معافي وغواړي او ډېر ژر د سعودي مرستندویي نمایشي جوپه له یمن څخه وباسي که نه وي نو د انصارالله د غورځنګ له لوري به له مینځه یوړل شي.

افغانستان مطبوعات

لکه څنګه چي پوهیږی د افغان حکومت تر ړنګېدو وروسته په افغانستان کې ورځپاڼې چاپ بند شوی او په انلاین ډول خپریږي.

کلید انلاین خپرونه

د کابل د مطبوعاتو په سر کې به کلید را واخلو چي د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د سرمنشي خبرو ته انعکاس ورکړی دی.

کلید لیکی: د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتونیو ګوتریش» د افغانستان په تړاو په تازه څرګندونو کې د دغه هېواد پر اقتصادي حالت ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د ورځپاڼې په وېنا  اوسمهال په افغانستان کې ۱۸ میلیونه خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او د ګوتریش په خبره ، که دغه کسانو ته مرستې ونه رسېږي، بشري ناورین به رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، د دغه حالت په دوام کې به کېدایشي تر نیمایي ډېر ماشومان د خوړو له جدي کمښت سره مخ شي او زیاتوي چې اوسمهال تر بل هر وخت افغان مېرمنې او ماشومان د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

خپرونه لیکي د ملګرو ملتونو سرمنشي په حواله لیکي چې دغه سازمان تر اوسه په افغانستان کې اته میلیونه کسانو ته مرستې رسولې او په تېرو دوو اونیو کې یې پر ۸۰ زره کسانو خوراکي توکي وېشلي دي.

کلید زیاتوي : ملګري ملتونه پر داسې مهال له افغانستان سره د مرستو خبر ورکوي چې کابل ته د طالبانو په راتګ سره لاهم حکومت نه دی اعلان شوی، خو ژمنه شوې چې ډېر ژر به ټولشموله حکومت اعلان او د خلکو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

مسیر

دغه ورځپانه لیکلې چي هندي او چینايي ديپلوماتانو په قطر کې له طالب چارواکو سره کتلي دي.

ورځپاڼه زیاتوي چي د راپورونو له مخې په قطر کې د چین سفیر د طالبانو د قطر دفتر له غړي شیر محمد عباس ستانکزي سره کتلي دي او په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.

د ورځپاڼې په وېنا د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي، چین په افغانستان کې وروستیو تحولاتو ته په مثبت نظر ګوري او په خبره یې چینايي لوري له افغانستان سره د مرستو ژمنه هم کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي چي بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دوحه کې یې سفیر له شیر محمد عباس ستانکزي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې طالب لوري هند ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې یې د شته وګړو امنیت خوندي دی او په خبره یې افغان خاوره به د هېچا پر ضد و نه کارول شي.