د امریکا باؤ او نړیوال حیثیّت له مینځه لاړ
اوس چې دغه هیواد پرَدیو نیواکګرو له نیواکه ژغورل شوی ، ددغه هیواد له ملته غواړو ، نور د پرَدیو شتون او لاسوهنې ته هیڅکله اجازت ورنکړي او زبرځواک او نور قدرتونه دې په افغانستان کې له شتون او لاسوهنې لاس په سر شي او په ذهن کې دې دا خبره هیڅکله هم بیا نه راولي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان اسلامی غورځنګ نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ، له افغانستانه دامریکا د ماته خوړلي شل کلن پوځي شتون وروسته دتیریګرو او نیواکګرو بې شرمه وتل ، د ولس لپاره یوه داسې ستره بریا شمیرل کیږي چې واشنګټن د افغانستان له ملته یو لوي درس زده کړ او هماغه شان چې شوروي له دې مخکې دتراخې تجروبې درس اخستی ؤ .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، امریکا په ماډرن ټيکنالوجۍ او د بی ۵۲ډوله ، ایف شپاړس ډول او ایف ۳۵ډوله پرمختللو الوتکو ډول ډول ماډرن او ویجاړونکو توغندیو، تانکونو باندې په تکیې سره او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه افغانستان ونیوۀ. خو بلاخره امریکا په افغانستان کې له شل کلن پوځي شتون او د لکونو خلکو په وژلو او څه دپاسه دوه ټریلیّن ډالرو په ضائع کولو او له کومې واړې بریا پرته ماته ومنله او په بې شرمئ او ذلالت سره د اګست په یو دیرشمه نیټه ئې د افغانستان د کابل هوائي ډګر څخه پښې سپکې کړې .
د افغانستان اسلامی غورځنګ په دغې اعلامیې کې وئيلي دي ،اوس چې دغه هیواد پرَدیو نیواکګرو له نیواکه ژغورل شوی ، ددغه هیواد له ملته غواړو ، نور د پرَدیو شتون او لاسوهنې ته هیڅکله اجازت ورنکړي او زبرځواک او نور قدرتونه دې په افغانستان کې له شتون او لاسوهنې لاس په سر شي او په ذهن کې دې دا خبره هیڅکله هم بیا نه راولي .