په ننګرهار کې د مرګ ژوبلوپيښې صفر ته رسیدلي
په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ وړاندې دملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه خورا اندیښمنوونکې حد ته رسیدلی وه.
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان د ننګرهار د والي د ویندوې له دفتره په خپره شوي خبر پاڼې کې ددې ولایت د روغتیایی چارواکو له قول ویل شوي،له هغه ورځې چې طالبان په دې ولایت کې واک ته رسیدلي، دمرګ ژوبلې کچه صفر ته راښکته شوي او دحوزوي روغتون عاجله خونه او جراحي څانګه دتعطیل تر بریده رسیدلي دي.
د والي د ویندوې ددفتر له لورې رسنیو ته په استول شوي دې خبر پاڼه کې دغه راز ویل شوي چې په جلال اباد ښار کې د تابوت پلورونکوکاروبار هم کمرنګه شوی دی. دخبر پاڼي پر وینا چې تابوت پلورونکي وایي اوس تابوتونه یوازی په ترافیکي پیښو ، دکرونا ناروغۍ، په خپل عادي مرګ مړه شویو کسانو ته اخیستل کیږي په داسې حال کې چې پخوا دجګړو، چاودونو او وسله والو بریدونو له امله د مړیني کچه خورا لوړه او په زیاته اندازه تابوتونه پلورل کیدل . په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ وړاندې دملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه خورا اندیښمنوونکې حد ته رسیدلی وه.