نړیوال بانک اوملګري ملتونه دې افغانستان په ماتې کشتۍکې نه پریږدي
نړیوال بانک له دې وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه او تمویل وځنډول چې طالبان کابل ته ننوتل. نړیواله ټولنه باید افغانستان داسې وضعیت کې یوازې پرېنږدي .
زمونږ خبریال له ننګرهاره راپور راکړ ،د افغانستان د طبي ټولنو فدراسیون له نړیوال بانک او ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې افغانستان په سختو شرایطو کې یوازې پرېنږدي.
دوی په خبري کنفرانس کې وویل که نړیوال بانک افغانستان کې تمویل او کارونه بند کړي، د نورو بدو اغیزو تر څنګ به ښايي هرو ٢٤ ساعتونو کې به ١٥٠ امیندوارې میندې مړې" شي. دغه فدراسیون وايي د نړیوال بانک د فعالیتونو او مالي تمویل د بندیدو له کبله به افغانستان کې ٢٣٣١ روغتونونه او کلینیکونه وتړل شي،کابو شپږ ویشت زره صحي کارکوونکي، چې ٧٥٠٠ یې ښځې دي، هم بېکاره شي او میلیونونه افغانان به له صحي خدمتونو بې برخې شي. نړیوال بانک له دې وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه او تمویل وځنډول چې طالبان کابل ته ننوتل. نړیواله ټولنه باید افغانستان داسې وضعیت کې یوازې پرېنږدي .