قطرد کابل د هوایي ډګر د بیرته فعاله کېدو غوښتنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105166-قطرد_کابل_د_هوایي_ډګر_د_بیرته_فعاله_کېدو_غوښتنه_کړې
 د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي هیله لري هر څومره ژر چې امکان ولري، د کابل هوایي ډګر بېرته ژر فعال شي. د قطر دې چارواکي هیله وښوده چې په راتلونکو څو ورځو کې به ښه خبر واورو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2021 02:53 Asia/Kabul
  • قطرد کابل د هوایي ډګر د بیرته فعاله کېدو غوښتنه کړې

 د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي هیله لري هر څومره ژر چې امکان ولري، د کابل هوایي ډګر بېرته ژر فعال شي. د قطر دې چارواکي هیله وښوده چې په راتلونکو څو ورځو کې به ښه خبر واورو.

 نوموړي همدارنګه وویل چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د بېرته پرانیستلو په خبرو کې ترکیه هم برخه لري او هیله یې وښوده چې ترکیه به په تخنیکي چارو کې همکار وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې یو چارواکي ویلي چې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر نه به الوتنې ژر پیل شي. دغه چارواکي ویلي چې داخلي پروازونه به پیل شي.