د طالبانو یوه مشر د پاکستان له سفیر سره خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105186-د_طالبانو_یوه_مشر_د_پاکستان_له_سفیر_سره_خبرې_وکړې
ایسنا خبري اژانس وايي په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او په دوحې کښې د پاکستان سفیر د افغانستان د بیا رغونې او د دغه هیواد د نورو مسائیلو په هکله خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2021 08:16 Asia/Kabul
  • د طالبانو یوه مشر د پاکستان له سفیر سره خبرې وکړې

ایسنا خبري اژانس وايي په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او په دوحې کښې د پاکستان سفیر د افغانستان د بیا رغونې او د دغه هیواد د نورو مسائیلو په هکله خبرې وکړې .

د طالبانو  ویاند سهیل شاهین وویل په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي او ورسره پلاوي په قطر کښې د پاکستان له سفیر  سید احسن رضا شاه سره کتنه او خبرې وکړې .

د طالبانو دغه مشر او د پاکستان سفیر د افغانستان د حالاتو ، د بشر دوستانه مرستو ، د متقابل ګټو او احترام پراساس د دوه اړخیزه او د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو  کښې د تګ راتګ اسانتیا ته د اړونده مسائیلو په هکله خبرې وکړې .

د افغان کډوالو له ورتلو راهسې د پاکستان او افغانستان په سرحد کښې حالات کړکیچن دي او د طالبانو یوې (۱) سرچینې سپوتینک خبري اژانس ته ویلي دي په تورخم سرحدي لاره کښې د افغانستان په کډوالو باندې د پاکستان د عسکرو په ډزو کښې درې(۳) کسان وژل شوي دي او پینځه (۵) نور ژوبل شوي دي .