د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر کابل ته تللی
زمونږ خبریال وايي ناتائید شوي راپورونه کابل ته د پاکستان د جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي (ISI) د مشر او د قطر د خارجه وزارت د ځانګړي استازي د سفرونو ښودنه کوي .
د دغو راپورونو پراساس د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي مشر جنرال فیض حمید نن سهار کابل ته رسیدلی دی .
ویل کیږي چې د قطر د خارجه وزارت ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني هم نن کابل ته رسیدلی دی .
د قطر د خارجه وزارت د ځانګړي استازي د سفر هدف په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په هکله له طالبانو سره خبرې او د کابل د هوايي ډګر له سره پرانیستل دي .
د طالبانو سرچینو تراوسه د پاکستان او د قطر د دغو دوو (۲) چارواکو د سفرونو په هکله څه نه دي ویلي او دغه سفرونه یې تائید یا رد کړي نه دي .
طالبان له پنجشیر سیمې پرته د افغانستان ټولې سیمې په لاس کښې لري او د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو کوشش کوي .