په کابل کې وضعیّت ترډيره حده دترینګلتیاپه لورروان دی
داپه داسې حال کې دي، چې د طالبانو د کلتوري کمیشن مرستیال احمد وثیق پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، دافغانستان نوی حکومت د نهائي کیدا په حال کې دی او ډير زر دغه حکومت اعلان شي او په روانې اونۍ کې به ئې دستورې هم ترسره شي .
زمونږخبریال راپور راکړ ،دافغانستان په پلازمینې کابل کې د ښاریزو سربدالي ، دتجارتي او اقتصادي مرکزونو بندیدا، او د خوراکي موادو ډير زیات کمښت د خلکو ژوند تریخ کړی دی .
په دغه راپور کې وئيل شوي دي ، د افغانستان دزیاتره سیمو په تیره بیا د کابل ښار دخلکو اقتصادي وضعیّت ورځ تر بلې لاپسې خرابیږي او ممکنه ده دغه هیواد له قخطۍ او لوږې سره مخامخ شي .
د کابل د ښاریزو په وینا، له تیرو دوو اونیو راهسې تر دې دمه د خوراکي موادو بیّې شل فی صده او دسونګو بیّې هم تر څلویښت فی صدو پورې لوړې شوي دي او حکومتي ادارې بندې دي او کابو یو میلیون کارمندانو له دوو میاشتو راهسې خپلې تنخواګانې نه دی اخستي او د دوي د حقوقو او معاشونو د ورکولو لپاره هیڅ پروګرام هم نه لیدل کیږي .
د مشاهداتو په اساس ، خلک هره ورځ د خپلو پيسو دترلاسه کولو لپاره دبانکونو په وړاندې صفونه جوړوي خو طالبان هماغه راز دراتلونکي دنظام په باب ځواب ویونکي نه دي او د وزارتونو دسرپرستانو په ټاکلو کې د ټول شموله په نامې سره کومه موضوع نه لیدل کیږی او تر دې دمه یوازې پخپله طالبانو کې سرپرستۍ ویشل کیږي .
داپه داسې حال کې دي، چې د طالبانو د کلتوري کمیشن مرستیال احمد وثیق پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، دافغانستان نوی حکومت د نهائي کیدا په حال کې دی او ډير زر دغه حکومت اعلان شي او په روانې اونۍ کې به ئې دستورې هم ترسره شي .
همدرااز د طالبانو یوه ویندوي انعام ا... سمنګاني هم وئیلی دي ، په افغانستان کې د نوي حکومت داعلان په سر هیڅ خنډ نشته .
ټاکل شوې وه چې د تیرې جمعې په ورځې په یولړ دستورو کې په افغانستان کې د طالبانو دنوی حکومت اعلان وشي ، خو د طالبانو له خوا د کوم دلیل له وړاندې کیدا پرته په دغه هیواد کې دنوی سیاسي نظام اوحکومت اعلان وځنډيد.
په عین حال کې په پنجشیر درې کې دطالبانو او احمد مسعود په مشرۍ د مقاومتي جبهې ترمینځ نښتې چې هماغه راز روانې دي او دواړه لوري یوه بل ته د درندو مرګ ژوبلو ادعاګانې کوي او دغه راز د طالبانو ترمینځ د حکومت دجوړښت په سر اختلافات ددغې ځنډې ځیني دلیلونه بلل شوي دي.