احمد مسعود سره نوره خبرې کول هیڅ نتیجه نه لري
له دې وروسته چې احمد مسعود دسولې لپاره دمونږ وړاندیز رد کړ ، نو نور د خبرواترو لپاره هیڅ شی پاتې شوی نه دی او ورسره خبرې کول هیڅ نتیجه نه لری .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د طالبانو دسیاسی دفتر ویندوي محمد نعیم په یولړ څرګندونو کې د خبرواترو لپاره د پنجشیر دمدافعانو د جبهې د قوماندان احمد مسعود وړاندیز رد کړی او وئیلي ئې دي ، د خبرواترو لپاره نور هیڅ شی نه دی پاتې شوی .
محمد نعیم وردک دغه راز ووئيل له دې وروسته چې احمد مسعود دسولې لپاره دمونږ وړاندیز رد کړ ، نو نور د خبرواترو لپاره هیڅ شی پاتې شوی نه دی او ورسره خبرې کول هیڅ نتیجه نه لری .
داپه داسې حال کې دي چې څو ساعته مخکې احمد مسعود وئیلي دي ، که طالبان په پنجشیر ، کاپیسا ، پروان او اندراب کې خپلې حملې ودروي ، نو دمقاومت جبهه هم حاضره ده له جنګه لاس واخلي .
داپه داسې حال کې دي چې د پنجشیر د وروستیو حالاتو په باب ضد ونقیض راپورونه رارسیږي وئيل کیږي ، چې سخت جنګ روان دی او ځيني سرچینې د پنجشیر د مهمو سیمو دطالبانو منګولو ته دلویدو خبر ورکوي ،خو ځيني سرچینې وائي چې طالبانو ته درندې مرګ ژوبلې اوښتي دي او په لسګونو کسان ئې نیول شوي هم دي .