احمد مسعود سره نوره  خبرې کول هیڅ نتیجه نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105266-احمد_مسعود_سره_نوره_خبرې_کول_هیڅ_نتیجه_نه_لري
له دې وروسته چې احمد مسعود دسولې لپاره دمونږ وړاندیز رد کړ ، نو نور د  خبرواترو لپاره  هیڅ شی پاتې شوی نه دی  او ورسره خبرې کول هیڅ نتیجه نه لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2021 02:59 Asia/Kabul
  • احمد مسعود سره نوره  خبرې کول هیڅ نتیجه نه لري

له دې وروسته چې احمد مسعود دسولې لپاره دمونږ وړاندیز رد کړ ، نو نور د  خبرواترو لپاره  هیڅ شی پاتې شوی نه دی  او ورسره خبرې کول هیڅ نتیجه نه لری .

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د طالبانو دسیاسی دفتر  ویندوي محمد نعیم  په یولړ څرګندونو کې  د خبرواترو لپاره د پنجشیر  دمدافعانو د جبهې د قوماندان احمد مسعود  وړاندیز  رد کړی او وئیلي ئې دي ، د خبرواترو لپاره نور هیڅ شی نه دی پاتې شوی .

 محمد نعیم وردک  دغه راز ووئيل له دې وروسته چې احمد مسعود دسولې لپاره دمونږ وړاندیز رد کړ ، نو نور د  خبرواترو لپاره  هیڅ شی پاتې شوی نه دی  او ورسره خبرې کول هیڅ نتیجه نه لری .

 داپه داسې حال کې دي چې  څو ساعته مخکې  احمد مسعود وئیلي  دي ، که  طالبان  په پنجشیر ، کاپیسا ، پروان او اندراب کې  خپلې حملې ودروي ، نو  دمقاومت جبهه هم حاضره ده  له جنګه لاس واخلي  .

 داپه داسې حال کې دي چې د پنجشیر  د وروستیو حالاتو په باب ضد ونقیض راپورونه رارسیږي  وئيل کیږي ، چې  سخت جنګ روان دی او   ځيني سرچینې د پنجشیر د  مهمو سیمو دطالبانو منګولو ته دلویدو خبر ورکوي ،خو ځيني  سرچینې وائي چې   طالبانو ته درندې مرګ ژوبلې اوښتي دي او په لسګونو کسان ئې نیول شوي هم دي .