د پنجشیر په ولایت باندې د پاکستاني فوځیانو پراخ عملیات
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105268-د_پنجشیر_په_ولایت_باندې_د_پاکستاني_فوځیانو_پراخ_عملیات
د افغانستان په پنجشېر ولایت کې د مقاومت پر ځواکونو باندې د پاکستاني بې پیلوتو الوتکو او فوځیانو له لوري درنې بمبارۍ شوې چي د امله یې د مقاومت د ځواکونو ویاند او عمومي قومندان وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي هم دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2021 07:24 Asia/Kabul
  • د پنجشیر په ولایت باندې د پاکستاني فوځیانو پراخ عملیات

د افغانستان په پنجشېر ولایت کې د مقاومت پر ځواکونو باندې د پاکستاني بې پیلوتو الوتکو او فوځیانو له لوري درنې بمبارۍ شوې چي د امله یې د مقاومت د ځواکونو ویاند او عمومي قومندان وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي هم دي.

د اسپیوټنیک له راپور سره سم، د پنجشیر د مقاومت ځواکونو پوری اړوند سرچینې اعلان وکړ چي تېره شپه په دغه ولایت کې پاکستاني ځانګړې ځواکونه د مقاومت په مورچلو هوایي بریدونه کړي دي.

د راپور په دوام کې راغلې چي پاکستاني کمانډو ځواکونه په پنجشېر پراخ ځمکني او هوایي بریدونه کړي، دغه عملیات په داسي حال کې تر سره کیږي چي د پاکستان د فوځي استخباراتو مشر ژنرال فیض محمد له څو ورځو څخه په کابل کې حضور لري.

د افغانستان مخکنی دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدی هم تائید کړ چي د مقاومت د ځواکونو ویاند او د افغانستان د سولی د شورا د مشر عبدالله عبدالله خوریی فهیم دشتی او همدارنګه د مقاومت د ځواکونو قومندان او د احمدشاه مسعود خوریی جنرال ودود د پاکستاني بې پیلوتو الوتکو له لوري په نښه شوي دي.