احمد مسعود د پنجشېر د سقوط خبره دروغ وباله
Sep 06, 2021 07:51 Asia/Kabul
د احمد مسعود په مشري د پنجشېر د مقاومت ځواکونو د طالبانو له لوري د دغه ولایت نیول کېدا دروغ وباله.
د العالم له راپور سره سم، د احمد مسعود په مشري د مقاومت ځواکونو د پنجشېر په دره کې خپل حضور ساتلي او د طالبانو له لوري د دې ولایت د نیول کېدو خبره دروغ بللي دي.
تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشېر ولایت د سقوط خبر ورکړی و.
دا په داسي حال کې دي چي تېره شپه د پاکستاني بې پیلوتو الوتکو په برید کې د مقاومت د ځواکونو ویاند فهیم دشتی او د یادو ځواکونو قومندان ژنرال ودود ووژل شول.
ټیګونه