کابل او بدخشان کښې په طالبانو باندې د ښځو اعتراضونه دوام لري
افغانستاني میرمنو یوځل بیا په پلازمینه کابل شار او هم داشان په بدخشان کښې د طالب ډلې خلاف مظاهرې وکړې.
افغانستاني میرمنو یوځل بیا په پلازمینه کابل شار او هم داشان په بدخشان کښې د طالب ډلې خلاف مظاهرې وکړې.
یوشمیر افغان میرمنو نن د کابل ښار په لویدیځې برخې کښې د طالبانو خلاف د مظاهرو په کولو سره، د ټولنیزې آزادۍ، کار روزګار او زده کړې په شمول د خپلو حقوقو غوښتنه وکړه.
مظاهره کونکو د ښځو له خذفیدو سره په مخالفت کښې شعارونه ورکړل او له سړیو سره یې د میرمنو د حقوقو د برابرۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کښې هم ښځو او جینکو نن په خپل اعتراضي لاریون کښې د ښځو د حقوقو د پوره کیدو او آزادۍ شعارونه ورکړل.
مظاهره چیانو د افغانستان په حکومت کښې د ښځو د شتون غوښتنه وکړه.
خو دغه مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوې او له امله یې یو تن وژل شوی او څو نور ژوبل شول.