طالبان :
له اسرائيلو سره هیڅ ډول اړیکه نه غواړو
Sep 08, 2021 11:27 Asia/Kabul
د طالبانو یو ویاند وویل چې دغه ډله له صهیونیسټي رژیم سره هیڅ ډول اړیکه نه مني
د طالبانو یو ویاند وویل چې دغه ډله له صهیونیسټي رژیم سره هیڅ ډول اړیکه نه مني
سهیل شاهین په یوه وینا کښې وویل چې طالبان د ګاونډیانو او آسیايي هیوادونو په شمول د نړۍ له نورو هیوادونو کښې د اړیکو د ټینګولو کوشش کوي.
د طالبانو ویاند زیاته کړه: صهیونیسټي رژیم د طالبانو په نظریه کښې هیڅ ځاې نه لري.
د طالب ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کښط دي چې د صهیونیسټي رژیم کارپوهانو او پخوانیو چارواکو قدرت ته د طالبانو له رسیدو اندیښنه ښودلې ده.
په دې لړ کښې د صهیونیسټي رژیم د جنګ پخواني وزیر موشه یعلون ویلي وو چې له افغانستانه د امریکې وتل د اسرائیلو په امنیت باندې منفي پایلې لرلې شي.
ټیګونه