په پنجشیر کې خلک په ا جباري توګه کوچیدا ته اړشوي دي
Sep 11, 2021 00:27 Asia/Kabul
په پنجشیر ولایت کې دطالبانو دمخالفې جبهې غړي له طالبانو سره په مقابلې هماغه راز بوخت دي .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړی ، د افغانستان په شمال ختیځ کې په پنجشیر ولایت کې دطالبانو ډلې مخالفې جبهې پرون دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلي دي د طالبانو له خوا د پنجشیر په لسګونو خلک په اجباری توګه کوچول شوي دي او دغه اقدامات هماغه راز دوام لري .
په دغې خبرتیا کې راغلي دي ،په پنجشیر ولایت کې دطالبانو دمخالفې جبهې غړي له طالبانو سره په مقابلې هماغه راز بوخت دي .
طالبانو د خبر ترمخابیره کیدا پورې په دې اړه څه نه دي وئیلي .
په عین حال کې په پنجشیر کې د طالبانو مخالف لوري پر دغه ولایت د بشپړ ولکې په باب د طالبانو د مشرانو څرګندونې رد کړي دي .
ټیګونه