که افغانستان ته جدي پام ونه شي،ډیرزربه په فقرکې ډوب شي
د افغانستان داقتصاد اویا فی صدي برخه ددغه هیواد دغیر رسمي تجارت په اساس ده چې دمیرمنو په وسیله اداره کیږي او دوي ددغه اقتصاد ستنې دي چې باید د دوي د بریاؤ په ساتنې کې هڅه وشي .
فرانس پریس آژانس راپور ورکړ، د ملګروملتو د پراختیا پروګرام (پي این یو ډي ) د آسیا او اوقیانوسیې د برخې مدیر کاني وینا راجا په خبري کنفرانس کې وئیلي دي و دم ګړۍ د افغانستان دوه اویا فی صدي خلک د بې وځلۍ تر کښې لاندې ژوند کوي او د راتلونکي تر نیمائی پورې ممکنه ده دغه اندازه اوه نوي فی صدو ته ورسیږي .
هغه دې ته په اشارې سره چې پر هغه انساني او اقتصادي بحران سربیره چې افغانستان ئې په نښه کړی دی و مونږ د پراختیا له بشپړ دړې وړې کیدا سره مخامخ یوو ،ټينګار وکړ ، هغه ارزونې چې پي این یو ډي ترسره کړي دي ،ښئ، مونږ د تاوان موندونکو خلکو دژوند د بوږنونکي او ترینګلي وضعیّت په لارې روان یوو او ددغو خبرداری ورکونکو حالاتو علت ، دافغانستان کرونائي بحران، سیاسی شخړې او د دغه هیواد د اسعاري زیرمو تړل کیدل او پر بانکي سسټم زیاتیدونکی دباؤ او د بې وځلۍ زیاتیدا ده . په افغانستان کې ددغې ادارې مسئول عبدا... داردري هم ووئیل دافغانستان داقتصاد اویا فی صدي برخه ددغه هیواد دغیر رسمي تجارت په اساس ده چې دمیرمنو په وسیله اداره کیږي او دوي ددغه اقتصاد ستنې دي چې باید د دوي د بریاؤ په ساتنې کې هڅه وشي .