روسیې او ترکیې افغانستان ته د مرستو استولو ژمنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105634-روسیې_او_ترکیې_افغانستان_ته_د_مرستو_استولو_ژمنه_وکړه
روسیه او ترکیه د کابل د هوايي ډګر له لارې د افغانستان خلکو ته انساني مرستې لیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2021 02:55 Asia/Kabul
  • روسیې او ترکیې افغانستان ته د مرستو استولو ژمنه وکړه

روسیه او ترکیه د کابل د هوايي ډګر له لارې د افغانستان خلکو ته انساني مرستې لیږي.

روسیه او ترکیه د کابل د هوايي ډګر له لارې د افغانستان خلکو ته انساني مرستې لیږي.

د کابل د نړیوال هوايي ډګر نوي سرپرست عبدالهادي حمداني وویل چې ماسکو او انقره به د کابل هوايي ډګر ته د انساني مرستو د لیږلو په لړ کښې خپل پروګرام ډیر زر اعلان کړي.

هغه زیاته کړه: روسیې او ترکیې ډاډ ورکړی چې په راتلونکو ورځو کښې به د افغانستان د خلکو لپاره د دغو دواړو هیوادونو د انساني مرستو ډکې الوتکې کابل ته راشي.

 حمداني د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې په هوايي ډګر کښې تخنیکي ستونزې د مسافرانو د نړیوال هوايي تګ راتګ د بشپړې پیلیدنې خنډ وباله.