چین په افغانستان کښې د مِسو له معدنه استخراج بیا پيلوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105636
چیني شرکت د افغانستان د امنیتي حالاتو له څیړلو وروسته په دغه هیواد کښې د مسو له معدنه د استخراج کار دوباره پیلوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 14, 2021 07:29 Asia/Kabul
  • چین په افغانستان کښې د مِسو له معدنه استخراج بیا پيلوي

چیني شرکت د افغانستان د امنیتي حالاتو له څیړلو وروسته په دغه هیواد کښې د مسو له معدنه د استخراج کار دوباره پیلوي.

چیني شرکت د افغانستان د امنیتي حالاتو له څیړلو وروسته په دغه هیواد کښې د مسو له معدنه د استخراج کار دوباره پیلوي.

ژیانګ زي نومي چیني شرکت عینک د مسو د معدن د استخراج د پروژې د بیاپیلولو په موخه د افغانستان امنیتي حالات جاجوي. له دغه معدن څخه د ګټه پورته کونې تړون د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وختو کښې لاسلیک شوی و.

چیني شرکت په ۲۰۰۸ کال کښې د یاد تړون په لاسلیکولو سره د راتلونکو ۳۰ کلونو لپاره د عینک له معدن څخه د ګټه پورته کونې حق ترلاسه کړی دی.

د کابل د سویل لویدیځ په دیرش کیلومیټرۍ کښې د عینک په معدن کښې د مسو زیرمې څه باندې ۱۱ میلیون ټنه اټکل شوې دي.

د دغه تړون اجرا د اشرف غني د ولسمشرۍ په وختو کښې د ناامنیو په وجه بنده شوې وه