د بلخ شیعه مسلمانانو د حقوقو غوښتنه وکړه
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د بلخ ولایت د شیعه علماو د شورا مشر حجت الاسلام حسین علي بیاني وویل د شیعه علماو په استازي توب له طالبانو غواړو په ټول شموله حکومت کښې قومونو او مذهبونو ته پام وکړي ځکه چې سترګې پټول او سلطه ګرۍ ښه نتیجه نلري .
د بلخ ولایت د شیعه علماو شورا د افغانستان د شیعه علماو د شورا د وروستیو دریځونو په ملاتړ کښې نن د مزارشریف ښار په سلطانیه علمیه حوزې کښې د روانونو بدلونونو په ارتباط د ګڼ شمیر علماو ، قومي مشرانو ، طلباو ، محصیلینو او د ښځو په ګډون سره ستره غونډه ترسره کړه .
د بلخ ولایت د شیعه علماو د شورا مشر حجت الاسلام حسین علي بیاني د حضرت امام علي علیه السلام په وینا باندې استناد سره وویل ښه او عاقلانه مشرۍ به دوام ولري او د خلکو په زړونو کښې ځاې ولري او هر حکومت یو(۱) پړاو لري او هیله ده د تحریک طالبان حکومت د خلکو په ګټه ووسي .
حجت الاسلام بیاني په دې خبرې باندې ټینګار سره چې حکومتونه په ظلم او استبدادونو سره بقا نلري وویل شیعه مسلمانان د بلخ ولایت نیمايي نفوس لري او باید د مرکزي او د ځايي حکومتونو په جوړولو کښې ونډه ولري او د خلکو په حق باید سترګې پټې نشي او ټول خلک وکولای شي ځانونه په حکومت کښې شامل وویني .
د بلخ ولایت د شیعه علماو شورا مشر حجت الاسلام حسین علي بیاني د خپلې وینا په بلې برخې کښې په مزارشریف ښار کښې له علماو او سپین روبو سره له غږملتیا پرته د طالبانو خپل سره اقداماتو ته په اشارې سره وویل په بلخ ولایت کښې د طالبانو د تحریک لخوا د شپې په وخت د کورونو تلاشۍ اخیستل د منلو وړ کار نه دی او مونږ د عدالت ، امنیت او د نظم د ټینګولو او د مجرمینو د نیولو لپاره ملګرتیا کوو او طالبان باید د کورونو د تلاشۍ له اخیستلو ډډه وکړي .
په دغه سترې غونډې کښې ګډون کونکو په پاې کښې اته (۸)ماده ییزه پریکړه لیک ولوست او په طالبانو یې غږ وکړ چې د ټولو ښاریزو حقوقو ته پام وکړي او په ټول شموله حکومت کښې د افغانستان شیعه مسلمانانو ته هم د پام وړ ونډه ورکړي .