طالبان :هیوادونه بشری مسایل له سیاسی مسلو سره مه تړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105668-طالبان_هیوادونه_بشری_مسایل_له_سیاسی_مسلو_سره_مه_تړی
له درستو هیوادونو غواړو د روغتیا ، تعلیم ، درملنې ، مهاجرینو او له وچکالۍ سره د مقابلې په برخه کې د افغانستان د خلکو مرسته وکړی او باید بشری مسایل له سیاسی مسلو سره ونه تړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2021 00:22 Asia/Kabul
  • طالبان :هیوادونه بشری مسایل له سیاسی مسلو سره مه تړی

له درستو هیوادونو غواړو د روغتیا ، تعلیم ، درملنې ، مهاجرینو او له وچکالۍ سره د مقابلې په برخه کې د افغانستان د خلکو مرسته وکړی او باید بشری مسایل له سیاسی مسلو سره ونه تړی

زمونږ خبریال راپور راکوی د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقی په خپله لومړنۍ خبری غونډه کې وویل له درستو هیوادونو غواړو د روغتیا ، تعلیم ، درملنې ، مهاجرینو او له وچکالۍ سره د مقابلې په برخه کې د افغانستان د خلکو مرسته وکړی او باید بشری مسایل له سیاسی مسلو سره ونه تړی .

له بلې خوا یونیسف  هم په افغانستان کښې د ماشومانو د مرستې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ برخې (یونیسف) په افغانستان کښې د خوارځواکۍ له خطر سره د مخامخ ماشومانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ برخې (یونیسف) په افغانستان کښې د خوارځواکۍ له خطر سره د مخامخ ماشومانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

دغه نړیوال ارګان وویل چې په افغانستان کښې څه باندې یو میلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي او یونیسف په دې لړ کښې سمدستي مالي ملاتړ ته ضرورت لري.

یونیسف د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې له خطر سره د دغو مخامخ شویو ماشومانو د مرستې لپاره دې زرترزره لاس په کار شي.