یوناماپه افغانستان کې خپل ماموریت ترشپږو نورومیاشتوپورې تمدیدکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105788-یوناماپه_افغانستان_کې_خپل_ماموریت_ترشپږو_نورومیاشتوپورې_تمدیدکړ
 د ملګروملتو امنیت شورا همدناراز ټينګار کړی،باید  دافغانستان له خاورې پر نورو هیوادونو د ترهه ګرو حملو دپلانونې ، له ترهه ګرۍ د مالی ملاتړ  او  د ترهه ګرو د ساتنې او زده کړې لپاره   استفاده ونه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2021 09:06 Asia/Kabul
  • یوناماپه افغانستان کې خپل ماموریت ترشپږو نورومیاشتوپورې تمدیدکړ

 د ملګروملتو امنیت شورا همدناراز ټينګار کړی،باید  دافغانستان له خاورې پر نورو هیوادونو د ترهه ګرو حملو دپلانونې ، له ترهه ګرۍ د مالی ملاتړ  او  د ترهه ګرو د ساتنې او زده کړې لپاره   استفاده ونه شي.

زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،  د ملګروملتو امنیت شورا  په یوې اعلامیې کې  په افغانستان کې د  د خلکو د درستو پرګنو په تیره بیا د میرمنو په نمایدنګۍ باندې  مشتمل د یوه ټولشموله حکومت د جوړیدا په اهمیّت په ټینګار سره  د طالبانو موقتي حکومت   د افغانستان  د لږکیو ، او د میرمنو او ماشومانو  حقوقو ته  احترام  کولو ته  وبالۀ او دغه راز ئې په افغانستان کې د یوناما ماموریّت هم  دنورو شپږ و میاشتو لپاره تمدید کړ .

 د ملګروملتو امنیت شورا همدناراز ټينګار کړی،باید  دافغانستان له خاورې پر نورو هیوادونو د ترهه ګرو حملو دپلانونې ، له ترهه ګرۍ د مالی ملاتړ  او  د ترهه ګرو د ساتنې او زده کړې لپاره   استفاده ونه شي.

 د  یوناما په نامې سره په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړی ماموریت په ۲۰۰۲کال کې  د افغانستان د  حکومت  په غوښتنې سره  د امنیت شورا له خوا  بڼه موندلې  ده .ددغې  ټولګې موخه په افغانستان کې د  تل پاتې سولې د ټینګیدا لپاره  ددغه هیواد  له حکومت او ولس سره مرسته ده چې تر دې دمه  ناکامه پاتې شوې ده .