یوناماپه افغانستان کې خپل ماموریت ترشپږو نورومیاشتوپورې تمدیدکړ
د ملګروملتو امنیت شورا همدناراز ټينګار کړی،باید دافغانستان له خاورې پر نورو هیوادونو د ترهه ګرو حملو دپلانونې ، له ترهه ګرۍ د مالی ملاتړ او د ترهه ګرو د ساتنې او زده کړې لپاره استفاده ونه شي.
زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د ملګروملتو امنیت شورا په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د د خلکو د درستو پرګنو په تیره بیا د میرمنو په نمایدنګۍ باندې مشتمل د یوه ټولشموله حکومت د جوړیدا په اهمیّت په ټینګار سره د طالبانو موقتي حکومت د افغانستان د لږکیو ، او د میرمنو او ماشومانو حقوقو ته احترام کولو ته وبالۀ او دغه راز ئې په افغانستان کې د یوناما ماموریّت هم دنورو شپږ و میاشتو لپاره تمدید کړ .
د ملګروملتو امنیت شورا همدناراز ټينګار کړی،باید دافغانستان له خاورې پر نورو هیوادونو د ترهه ګرو حملو دپلانونې ، له ترهه ګرۍ د مالی ملاتړ او د ترهه ګرو د ساتنې او زده کړې لپاره استفاده ونه شي.
د یوناما په نامې سره په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړی ماموریت په ۲۰۰۲کال کې د افغانستان د حکومت په غوښتنې سره د امنیت شورا له خوا بڼه موندلې ده .ددغې ټولګې موخه په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګیدا لپاره ددغه هیواد له حکومت او ولس سره مرسته ده چې تر دې دمه ناکامه پاتې شوې ده .