IMF په افغانستان کښې د انساني غمیزې له احتماله اندیښمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105814-imf_په_افغانستان_کښې_د_انساني_غمیزې_له_احتماله_اندیښمن_دی
د پيسو د نړیوال صندوق مرسته هم د طالبانو له خوا د کابل له نیول کیدو وروسته ځنډول شوې ده.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 19, 2021 00:50 Asia/Kabul
  • IMF په افغانستان کښې د انساني غمیزې له احتماله اندیښمن دی

د پيسو د نړیوال صندوق مرسته هم د طالبانو له خوا د کابل له نیول کیدو وروسته ځنډول شوې ده.

IMF یا د پيسو نړیوال صندوق د افغانستان په بانکونو کښې د نقدو پیسو د کمي او په دغه هیواد کښې د بد اقتصادي حالت په وجه د انساني غمیزې د رامینځته کیدو له احتماله اندیښنه څرګنده کړې ده.

د IMF ویاندوي وویل، دم ګړۍ د افغانستان د بانکونو اسعاري زیرمې په کمیدو دي او که طالبان ونه توانیږي چې نقدې بهرنۍ پیسې بازار ته واردې کړي نو ممکنه ده چې بانکونه بند شي.

ګیري رایس زیاته کړه چې د پيسو د نړیوال صندوق مرسته هم د طالبانو له خوا د کابل له نیول کیدو وروسته ځنډول شوې ده.

د ویلو ده چې د طالب ډلې له خوا د کابل له نیولو او په بازار کښې د نقدو پیسو له کمیدو وروسته په افغانستان کښې د اساسي او ضروري شیانو بیې لوړې شوې دي.

له دې مخکښې هم د ملګرو ملتو په شمول ځینو نړیوالو ټولنو په افغانستان کښې د یو انساني کړکیچ د رامینځته کیدو په هکله خبرداری ورکړی و.