امریکا باید په افغانستان کښې د وژلو مسولیت ومني
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105852-امریکا_باید_په_افغانستان_کښې_د_وژلو_مسولیت_ومني
مهر خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د اطلاعاتو او د کلتور د وزیر مرستیال ذبیح الله مجاهد په هیواد کښې د امریکا د تیرو ظلمونو او د وژلو د مسولیت پرغاړه د اخیستلو پرضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 20, 2021 00:24 Asia/Kabul
  • امریکا باید په افغانستان کښې د وژلو مسولیت ومني

مهر خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د اطلاعاتو او د کلتور د وزیر مرستیال ذبیح الله مجاهد په هیواد کښې د امریکا د تیرو ظلمونو او د وژلو د مسولیت پرغاړه د اخیستلو پرضرورت ټینګار وکړ .

ذبیح الله مجاهد پرون له رسنیو سره په مرکه کښې وویل دا یوازې پیښه نه ده چې امریکا په افغانستان کښې ترسره کړي ده .

د طالبانو د موقته حکومت د اطلاعاتو او د کلتور د وزیر مرستیال ذبیح الله مجاهد په دوام کښې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې له افغانستان سره مرسته وکړي .

د امریکا د پوځ مرکزي قومندنۍ سینټکام هم څو ورځې مخکې ومنله چې له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د وتلو په وخت په کابل کښې د واشنګټن د بې پایلوټه الوتکې په حملې کښې یو(۱) مرسته کونکی او د هغه د کورنۍ نهه (۹) وژل شوي وو .

امریکا په افغانستان او دغه راز په عراق او سوریې کښې له تیرو څو کلونو راهسې د عامو خلکو او وګړيو پرضد ستر جنایتونه او جرمونه کړي دي او په لسګونو زره خلک یې وژلي دي .

امریکا دغه راز له بریتانیا ، فرانسې ، سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، بحرین ، اردن ، اسرائیلو او نورو عربو هیوادونو سره یوځاې القاعده ، داعش او نورو په لسګونو وهابي ترهګرې ډلې جوړې کړي دي چې د دوې د هدفونو لپاره کار وکړي .