طالبانو  د تورخم ستره سرحدی لاره وتړله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106012-طالبانو_د_تورخم_ستره_سرحدی_لاره_وتړله
  تورخم سیمه د افغانستان د جلال آباد او د پاکستان   دخیبر پختونخواه صوبې   خیبر ضلعې  ترمینځ  یوه سیمه ده چې  زیاتره اوسیدونکي ئې پښتانه دي  چې  ډیورینډ کرښې  په وسیله پخپلو کې سره جلا شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2021 11:36 Asia/Kabul
  •  طالبانو  د تورخم ستره سرحدی لاره وتړله

  تورخم سیمه د افغانستان د جلال آباد او د پاکستان   دخیبر پختونخواه صوبې   خیبر ضلعې  ترمینځ  یوه سیمه ده چې  زیاتره اوسیدونکي ئې پښتانه دي  چې  ډیورینډ کرښې  په وسیله پخپلو کې سره جلا شوي دي .

ایکسپریس  نیوزخبری آ ژانس راپورورکړ ،  طالبانو اعلان کړی  د افغانستان او پاکستان ترمینځ  دتورخم ستره لاره  به تر هغه وخته پورې چې   افغان ښاریزو ته  پاکستان ته دتلو اجازت ورنکړل شي  تړلي وي.

 د پاکستان حکومت  دغه ستره سرحدي لاره  ، یوازې دخپلو ښاریزو دتلو راتلو ،د افغان ښاریزو د وتلو  او د تجارتي  فعالیت لپاره  پرانیستي ده  او   له کرونا سره دملی مبارزې کمیټې په حکم سره  د افغانانو واردیدا ممنوع ده.

  تورخم سیمه د افغانستان د جلال آباد او د پاکستان   دخیبر پختونخواه صوبې   خیبر ضلعې  ترمینځ  یوه سیمه ده چې  زیاتره اوسیدونکي ئې پښتانه دي  چې  ډیورینډ کرښې  په وسیله پخپلو کې سره جلا شوي دي .

داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې هم په زیاتره پیښو کې د تورخم ستره لاره د دواړو لورو د اوسیدونکو دتګ راتګ لپاره  تړل شوي  او بیا پرانیستل شوي ده ، خو دې ځل طالبانو غوښتنه کړې تر څو چې افغانانان پاکستان ته پرې نه ښودل شي ، پاکستانیان هم افغانستان ته  نشي ورتللی .