امریکا پر طالبانو ځیني بندیزونه د نړیوالو ټولنوپه دباؤ سره ختم کړل
امریکا اعلان کړی دی ، د افغانستان دمرکزی بانک شتمنۍ به طالبانو په اختیار کې ورنکړي .
روئیټرز خبری آژانس راپور ورکړی ، دملګروملتو ملتو یونیسف او د خواړو نړیوال پروګرام په دې باب په خبرداریو پسې چې د افغانستان څه دپاسه نوي فی صدي خلک،کافی خواړو ته لاس رسی نه لري،د امریکا خزانې وزارت ددغو اورګانونو په دباؤ سره او د واشنګټن د نه منزوي کیدا په خاطر وئیلي دي ، نړیوالې موسیسې او اورګانونه افغانستان ته خوراکي اودرملیز مواد لیږدولی شي .
امریکا په داسې حال کې افغانستان ته د درملو او خوراکي موادو د لیږد مجوز صادر کړی دی ، چې دطالبانو په کابل کې له دیره کیدا مخکې ئې د دغه هیواد د مرکزی بانک کابو لس میلیارډ ډالرو په ارزښت زیرمې تړلي دي .
امریکا اعلان کړی دی ، د افغانستان دمرکزی بانک شتمنۍ به طالبانو په اختیار کې ورنکړي .