طالبانو د ږیرو په خریلو بندیز ولګاوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106222-طالبانو_د_ږیرو_په_خریلو_بندیز_ولګاوه
زمونږ خبریال وایي طالبانو د افغانستان په هلمند او کابل ولایتونو کښې د خلکو د ږیرو په خریلو بندیز ولګاوه او نایانو ته یې خبرداری ورکړی دی که چیرې دوې د خلکو د ږیرو د خریلو په وخت ونیول شو نو سزا به ورکړل شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2021 10:13 Asia/Kabul
  • طالبانو د ږیرو په خریلو بندیز ولګاوه

زمونږ خبریال وایي طالبانو د افغانستان په هلمند او کابل ولایتونو کښې د خلکو د ږیرو په خریلو بندیز ولګاوه او نایانو ته یې خبرداری ورکړی دی که چیرې دوې د خلکو د ږیرو د خریلو په وخت ونیول شو نو سزا به ورکړل شي .

طالبانو وویل د  ږیرو خریل د اسلامي قوانینو پرخلاف کار دی او سزا به هم ورکړل شي .

د طالبانو لخوا په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د هلمند ولایت نایانو ته ویل شوي دي چې د خلکو ږیرې  دې نه خريي او که چیرې کوم نايي د چا ږیره وخریله نو سخته سزا به ورکړل شي .

طالبانو له دې مخکې په تیرې اګست میاشت کښې هم په هرات ولایت کښې د ږیرو په خریلو بندیز لګولی و .