طالبانود پخواني حکومت د چارواکو بیانیه خیال وباله
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د طالبانو ډلې موقته حکومت په هیواد کښې د جمهوري نظام د کار د دوام په هکله د پخواني حکومت د چارواکو بیانیه هسې یو (۱)خیال وباله .
د طالبانو ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد مرستیال بلال کریمي پرون وویل د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو لخوا خپره شوي بیانیه هیڅ ارزښت نلري .
په خارج کښې د افغانستان د پخواني حکومت یوشمیر چارواکو په یوې (۱) خبر پاڼه کښې په دغه هیواد کښې د اسلامي جمهوري نظام د کار په دوام او د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو په رسمیت د نه پیژندلو غوښتنه کړي ده .
طالبانو ډلې چې د تیرې اګست میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه یې په افغانستان کښې واک په لاس کښې واخیست د سپتمبر د میاشتې په اومه (۷) نیټه د خپلې موقته کابینې غړي معرفي کړي او ورپسې یې خپله کابینه د څو وزارت خانو د سرپرستانو په معرفي کولوسره بشپړه کړه .
د طالبانو لخوا معرفي شوي کابینې د افغانستان په داخل او سیمې او نړۍ په سویه د مخالفانو نیوکې ځان پسې لرلي دي .
د نیوکه کونکو له نظره د نوي کابینې جوړښت د ټول شموله حکومت د جوړولو په هکله د طالبانو له ژمنې سره په تضاد کښې دی .