طالبانو له هند څخه د الوتونو د پیلیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106288-طالبانو_له_هند_څخه_د_الوتونو_د_پیلیدا_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو موقته حکومت له هندوستان سره په لومړي رسمي ارتباط کښې د نوي ډیلي د هوايي چلند ادارې ته په لیک کښې له هندوستان څخه وغوښتل چې افغانستان ته خپل تجارتي الوتونه له سره پیل کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2021 01:31 Asia/Kabul
  • طالبانو له هند څخه د الوتونو د پیلیدا غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو موقته حکومت له هندوستان سره په لومړي رسمي ارتباط کښې د نوي ډیلي د هوايي چلند ادارې ته په لیک کښې له هندوستان څخه وغوښتل چې افغانستان ته خپل تجارتي الوتونه له سره پیل کړي .

د طالبانو په رسمي لیک کښې چې د طالبانو د موقته حکومت د هوايي چلند د ادارې مشر حمید الله   اخوند زاده لاسلیک کړی دی ویل شوي دي د کابل د هوايي ډګر تجهیزات ترمیم شوي دي او «اریانا »او «کام » هوايي شرکتونه د هندوستان له هوايي شرکتونو سره هرډول ملګرتیا ته تیار دي .

طالبانو له دې مخکې هم په رسمي ډول له نړیوالو هوايي شرکتونو غوښتي وو چې افغانستان ته خپل الوتونه له سره پیل کړي او موقته حکومت چمتو دی چې د دغه کار لپاره ټول شرایط برابر کړي .