د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106316-د_چین_د_بشري_مرستو_لومړۍ_جوپه_کابل_ته_ورسېده
په کابل کې د چین سفیر تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د دې هیواد د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده او د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وروسپارل شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2021 11:24 Asia/Kabul
  • د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده

په کابل کې د چین سفیر تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د دې هیواد د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده او د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وروسپارل شوه.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو زیاته کړې چې په دغو مرستو کې کمپلې او نورې تودې جامې شاملې دي.

وانګ یو ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۳۰ میلیونه ډالره په پام کې نیولي دي.

څو اونۍ وړاندې قطر او ایران هم د افغانستان له خلګو سره بشري مرستې وکړې.