طالبانو ډله خپلو ځواکونو ته پوځي روزنه ورکوي
Oct 01, 2021 01:02 Asia/Kabul
شفقنا خبري اژانس وايي د طالبانو د رسنیو او د کلتوري چارو د دفتر غړي احمد الله وثیق پرون وویل د دغه ډلې څلور سوه (۴۰۰) ځواکونه په زابل ولایت کښې پوځي روزنه کوي .
احمد الله وثیق دغه راز د افغانستان په زابل ولایت کښې د روزنې د یوه(۱) کیمپ د پرانیستلو خبر ورکړ او ویې ویل دغو ځواکونو ته د روزنې ورکول د افغانستان د امنیت د ټینګولو لپاره دي .
ټیګونه