په افغانستان کې د هزاره ښاریزوهدفمنې وژلې روانې دي
Oct 01, 2021 11:14 Asia/Kabul
په افغانستان کې ځای چارواکو داعش ترهه ګره ډله د دغو ترورونو مسوله معرفی کړی ده .
د ایرنا له راپورسره سم د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د هزاره ښاریزو ، ورزشکارانو او وکیلانو هدفمنې وژلې روانې دي .
په افغانستان کې ځای چارواکو داعش ترهه ګره ډله د دغو ترورونو مسوله معرفی کړی ده .
ناپیژاندو کسانو د شورو په ورځ هم هم په کابل کې افغان ورزشکار جعفر حیدری وواژه . هغه په کابل کې د یوه کلب کلتوری مسول وو .
په وروستیو ورځو کې په غور ولایت کې وسله والو کسانو څلور هزاره ښاریز وژلی دي .
مولوی عبدالظاهر محمودی هم د د زیارت په ورځ په فراه ولایت کې ووژل شو. تراوسه هیچا د دغو وژلو مسولیت پرغاړه ندې اخیستې .
طالبانو د اګست په ۱۵ د افغانستان پلازمینه کابل ونیوله او اوس د درست هیواد کنټرول په لاس کې لری .
ټیګونه