طالبانو د غزني یو پخوانې امنيتي مقام وژلی
هاشم غلجی نږدې ۵۰ ورځې مخکې طالبانو نيولی او ورسره بندي کړی و
خبري سرچینې وايي، چې طالبانو د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې مخکينی آمر وژلی.
دا وژل شوی امنيتي مقام محمد هاشم غلجی نومیده او د تېر نسکور شوي جمهوي نظام د واکمنۍ پر وخت د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې آمر و.
ويل شوي، چې نوموړي د غزني ښار سقوط پورې د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې وه.
هاشم غلجی نږدې ۵۰ ورځې مخکې طالبانو نيولی او ورسره بندي کړی و.
د هغه کورنۍ له طالبانو غوښتي وو، چې د عمومي بښنې ترسره کړي اعلان ته ژمن پاتې شي او هاشم غلجی خوشې کړي، خو نن په ځينو رسنيو کې د نوموړي د وژل شوي جسد عکسونه خپاره شوي دي.
له یو شمېر نورو ولايتونو څخه هم د مخکينيو طالب ضدو څېرو د ورته وژنو خبرونه ورکول کېږي.
طالبانو نه دي ويلي، چې ولې یې د ژمنو خلاف دغه ډول وژنو ته زور ورکړی؟