په جلال اباد کې مشهور خبریال معروف سادات وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106408-په_جلال_اباد_کې_مشهور_خبریال_معروف_سادات_وژل_شوی
د جلال اباد يوه خبريال وويل، چې سيد معروف سادات مخکې د صبح بخير او ماښام په خير راډيو د خبریالۍ تر څنګ د اباسين په نوم د يوې سيمه ييزې راډيو د نشراتي مسوول په توګه دنده ترسره کړې وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2021 03:04 Asia/Kabul
  • په جلال اباد کې مشهور خبریال  معروف سادات وژل شوی

د جلال اباد يوه خبريال وويل، چې سيد معروف سادات مخکې د صبح بخير او ماښام په خير راډيو د خبریالۍ تر څنګ د اباسين په نوم د يوې سيمه ييزې راډيو د نشراتي مسوول په توګه دنده ترسره کړې وه.

 

له جلال اباد څخه راپورونه وايي، چې ناپېژاندو وسله والو د سید معروف سادات په نوم يو ژورناليست په ډزو وژلی دی.

د نوموړي د وژل کيدو خبر د افغان خبریالانو په ځينو ګروپونو کې خپور شوی، خو د ننګرهار ځايي چارواکو او نورو سرچينو يې په اړه څه نه دي ويلي.

مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو، چې ناپېژاندو وسله والو په جلال اباد کې ۴ طالبان او يو ماشوم په ډزو ووژل.

اوس تازه خبرونو کې ويل شوي، چې په دې ډزو کې، چې د ښار د درېمې ناحيې د پینځم واټر پمپ په سيمه کې ترسره شوي، د سید معروف سادات او ۳ تنو نورو د وژل کيدو ترڅنګ د سادات يو زوی ټپي شوی دی.

د جلال اباد يوه خبريال وويل، چې سيد معروف سادات مخکې د صبح بخير او ماښام په خير راډيو د خبریالۍ تر څنګ د اباسين په نوم د يوې سيمه ييزې راډيو د نشراتي مسوول په توګه دنده ترسره کړې وه.

سربيره پردې نوموړی د ننګرهار د کلیو او پراختیا ریاست ویاند او د سياسي چارو شنونکی و.

سادات په وروستيو کې له سیمه ییزو رسنیو سره په ګردي مېزونو کې هم ګډون کاوه.

د دغې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی، خو په وروستيو کې د جلال اباد ښار د ورته پېښو پړه پر داعش ډلې او همدا شان طالبانو اچول کیږي.