افغانستان کښې د ۷۰ فیصده رسنیو فعالیت بند شوی
فارس خبري اژانس وايي د طالبانو له واکمنیدا وروسته د افغانستان د کابو اویا (۷۰) فیصدو رسنیو فعالیتونه بند شوي دي .
د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې پرون د هیواد د رسنیو په حالت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره وویل واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان د اویا (۷۰) فیصده رسنیو فعالیتونه بند شوي دي .
د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې دغه وویل دغه شمیر د هیواد په اتویشتو (۲۸) ولایتونو کښې د یوسل پنځوسو (۱۵۰) خبریالانو په ګډون سره په یوې (۱) انلاین نظرسنجې کښې مخ ته راغلی دی .
دغه نظر سنجې وايي چې د افغانستان اوه شپیتو (۶۷) فیصدو خبریالانو په هیواد کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او یوازې درې دیرش (۳۰) فیصده یې په سختو شرایطو کښې په کارونو بوخت دي .
د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې وویل د اقتصادي او د مالي ملاتړ نلرل د افغانستان د رسنیو د فعالیت د بندیدا اصلي دلیل دی .