د افغانستان طالبانو د وسلو په تجارت بندیز ولګاوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106452-د_افغانستان_طالبانو_د_وسلو_په_تجارت_بندیز_ولګاوه
اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د حکومت دفاع وزارت په یوې (۱) خبرپاڼه کښې په هیواد کښې د وسلو په تجارت بندیز ولګاوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2021 01:01 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د وسلو په تجارت بندیز ولګاوه

اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د حکومت دفاع وزارت په یوې (۱) خبرپاڼه کښې په هیواد کښې د وسلو په تجارت بندیز ولګاوه .

په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د پرون ورځې په اجرايي حکم کښې ویل شوي دي تر بلې خبرتیا پورې په هیواد کښې د هرډول وسلو او مهماتو اخیستل او پلورل ځنډول کیږي .

په تیرې میلادي میاشت کښې طالبانو په افغانستان کښې واک ته له رسیدا وروسته یو (۱) موقته حکومت اعلان کړ .

طالبانو د افغانستان ښاریزو ته حکم ورکړی هغه وسلې او نقلیه وسائیل چې له تیر حکومت څخه یې ترلاسه کړي دي دغه ډلې ته وروسپاري او د ډډه کولو په بڼه کښې به له سزا سره مخ شي .