د طالبانو حکومت د پاسپورتونو او تذکرو د وېش لړۍ بېرته پیلوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106490-د_طالبانو_حکومت_د_پاسپورتونو_او_تذکرو_د_وېش_لړۍ_بېرته_پیلوي
د طالبانو حکومت لارښوونه کړې چې د هېواد وګړو ته د پاسپورتونو او تذکرو د وېش لړۍ بیا پیل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2021 02:38 Asia/Kabul
  • د طالبانو حکومت د پاسپورتونو او تذکرو د وېش لړۍ بېرته پیلوي

د طالبانو حکومت لارښوونه کړې چې د هېواد وګړو ته د پاسپورتونو او تذکرو د وېش لړۍ بیا پیل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پر ټویټر په یو بیان کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت ته دا سپارښتنه د وزیرانو شورا په غونډه کې شوې ده.

په بیان کې په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي. د پاسپورتونو او تذکرو د وېش خبر داسې مهال ورکول کېږي چې افغانستان ته د هوايي تګ راتګ لارې لاهم په عادي ډول نه‌دي پرانیستل شوي.

د مجاهد په بیان کې همداراز یادونه شوې چې د کابل ښاروالۍ ته لارښوونه شوې ده چې د املاکو د غصب د مخنیوي او له غاصبانو سره د قانوني چلند د لارو چارو د سنجولو په اړه غور وکړي.