چين په افغانستان کې دامريکا د‌ بې پیلوټه الوتکودالوتونو مخالفت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106496-چين_په_افغانستان_کې_دامريکا_د_بې_پیلوټه_الوتکودالوتونو_مخالفت_وکړ
امريکا بايد خپل دا عادت نور پریږدي، چې په پوځي مداخلو یې خلک ځوريږي او بدبخته کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2021 09:24 Asia/Kabul
  • چين په افغانستان کې دامريکا د‌ بې پیلوټه الوتکودالوتونو مخالفت وکړ

امريکا بايد خپل دا عادت نور پریږدي، چې په پوځي مداخلو یې خلک ځوريږي او بدبخته کیږي.

 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په يوه رسمي بيان کې پر متحده ايالاتو له دې کبله اعتراض وکړ، چې ولې دافغانستان په فضا کې يې بې پیلوټه الوتکې پروازونه کوي.

وياندې هوا چنوینګ په یوه خبري غونډه کې له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او ملي واکمنۍ ته درناوی وکړي او د يادو پروازونو له ترسره کولو ډډه وکړي..

د چینايي ویاندې په خبره،  امريکا بايد خپل دا عادت نور پریږدي، چې په پوځي مداخلو یې خلک ځوريږي او بدبخته کیږي.

متحده ايالاتو منلې، چې په افغانستان کې يې بې پیلوټه الوتکې اوس هم ګزمې کوي .

طالبانو له دې کبله څو ځله پر متحده ايالاتو اعتراض وکړ.

چین په دې موضوع کې په داسې مهال غبرګون ښيي چې له څو ورځو راهيسې د افغانستان بګرام پوځي اډې ته د چینايي الوتکو او سرتېرو د راتلو آوازې دي.

دا اوازې طالبانو او چین دواړو رد کړي او بې بنسټه ګڼلي دي.