طالبان وايي د داعش ۱۱ غړي یې نیولي
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په څو ولایتونو په تېره بیا ننګرهار او کابل کې بمي او انتحاري بریدونه زیات شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې په کابل کې یې د داعش د ډلې ۱۱ غړي نیولي دي.
د کورنیو چارووزارت ویندوی سعید خوستي وویل، طالبانو دا کسان پرون کابل ولایت په باغ داوود سیمه کې ونیول.
دا کسان وروسته له دې نیول شوي چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د عیدګاه جومات مخته په داسې حال کې بمي برید وشو چې په دغه جومات کې د طالبانو د ویندوی او د اطلاعاتو او کلتور د مرستیال ذبیح ا...مجاهد د مور فاتحه وه.
ملګروملتو دا برید په کلکه غندلی دی خو له بلې خوا د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په څو ولایتونو په تېره بیا ننګرهار او کابل کې بمي او انتحاري بریدونه زیات شوي دي.
طالبان په دغو بریدونو کې داعش په لاس لرلو تورنوي.