د خوست په یوه جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولي ده
خو د خوست د روغتون مسوولان وايي چې ۱۴ ټپیان وروړل شوي چې د ۳ تنو حال نازک دی او ګومان کوي چې د تلفاتو شمېر به زیات شي.
د خوست ولایت د مرکز خوست ښار په یوه جومات کې چاودنې لږترلږه یو تن وژلی او ۱۴ نور ژوبل کړي دي.
د خوست یوه چارواکي، د نوم د نه ښووولو په شرط تاند ته ویل «زما له معلوماتو سره سم، یو تن وژل شوی او کېدای شي تر ۱۴ ډېر نور ژوبل وي.»
خو د خوست د روغتون مسوولان وايي چې ۱۴ ټپیان وروړل شوي چې د ۳ تنو حال نازک دی او ګومان کوي چې د تلفاتو شمېر به زیات شي.
د خوست د اطالاعاتو او فرهنګ ریاست په خبره، په ناپامۍ کې له کوم طالب لاسي بم خلاص شوی چې یو کس یې وژلی او څلور یې ټپیان کړي دي.
تراوسه پورې هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او طالبانو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سره له دې چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لویې پېښې کمې شوي خو وړې پېښې ډېرې شوې دي.
نامعلومو وسله والو په جلال اباد ښار کې دوه طالبان ووژل.
نامعلومو وسله والو د جلال اباد ښار په لغمان اډه کې پر طالبانو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې دوه طالبان ووژل شول او درې ملکیان هم ژوبل شول.