ملګري ملتونه د افغان روغتیايي کارکوونکو معاش ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106556-ملګري_ملتونه_د_افغان_روغتیايي_کارکوونکو_معاش_ورکوي
د ملګروملتو پرمختیايي پروګرام به روانه اوونۍ له نړیوال بانکه دا پروګرام واخلي چې د روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي اړتیاوو لګښت ورکړي او افغانستان له بشري بحرانه وژغوري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2021 03:12 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه د افغان روغتیايي کارکوونکو معاش ورکوي

د ملګروملتو پرمختیايي پروګرام به روانه اوونۍ له نړیوال بانکه دا پروګرام واخلي چې د روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي اړتیاوو لګښت ورکړي او افغانستان له بشري بحرانه وژغوري.

د ملګروملتو پراختیايي پروکرام وايي، دافغانستان د روغتیايي کارکوونکو معاش به ورکړي ځکه چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا هیواد عملاً د پیسو له ټولو مرستو بې برخې شوی دی.

د امریکايي ورځپاڼې (دي هیل) له راپور سره سم، مخکې نړیوال بانک افغانستان ته سلګونه ملیون ډالره ورکول چې روغتیاپالانو ته معاش ورکړي او نورې روغتیايي اړتیاې پرې پوره کړي خو له دې کبله چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، ټولې مرستې بندې شوي دي.

له بلې خوا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د ملګروملتو پرمختیايي پروګرام به روانه اوونۍ له نړیوال بانکه دا پروګرام واخلي چې د روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي اړتیاوو لګښت ورکړي او افغانستان له بشري بحرانه وژغوري.

د ګلوبل فنډ په نوم نړیوال روغتیايي سازمان په روان اکتوبر کې دې پروګرام ته ۱۵ ملیون ډالره ورکړل.

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان په دې اندېښنه ښکاره کړې چې په افغانستان کې یو ملیون او ۶۰۰ زره ډوزه کورونا ضد واکسین که ژر استعمال نه شي، ممکن ضایع شي.

د دغه سازمان په وینا که دا واکسین ژر ورنه کړل شي تاریخ تېره به شي.