د طالبانو په دریځونو کې نرمښت له ادعا تر عمل  پورې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106570-د_طالبانو_په_دریځونو_کې_نرمښت_له_ادعا_تر_عمل_پورې
په افغانستان کې  د طالبانو ډلې دموقته  حکومت  دمعارفو وزارت سرپرست ، په دغه  هیواد کې د دجلاجلا معلمانو په شتو  او د اسلامی حجاب یا ستر په رعایتولو سره  د انجونو او هلکانو د ښونځيو  د پرانیستل کیدا خبر ورکړی دی . 
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 07, 2021 10:48 Asia/Kabul
  • د طالبانو په دریځونو کې نرمښت له ادعا تر عمل  پورې

په افغانستان کې  د طالبانو ډلې دموقته  حکومت  دمعارفو وزارت سرپرست ، په دغه  هیواد کې د دجلاجلا معلمانو په شتو  او د اسلامی حجاب یا ستر په رعایتولو سره  د انجونو او هلکانو د ښونځيو  د پرانیستل کیدا خبر ورکړی دی . 

د نور ا... منیر په خبره ،  طالبان هیحکله هم د انجونو له زده کړې سره مخالف  نه دي او ټاکل شوې ده ، د انجونو دزده کړې لپاره  داسلام د دین په اساس  او دیوه سالم چاپیریال د رامینځةکولو لپاره ددغې ډلې له خوا  یو نوی پلان برابر او وړاندې شي .

 بې شکه  د انجونو د زده کړې په باب د طالبانو ډلې دموقته حکومت د معارفو د وزارت د سرپرست ادعا ،په وړاندې یو ګام او ددغې ډلې   دواکوالۍ په دریځونو کې سوکه سوکه د نرمښت بیانونی دی .

 د طالبانو د تیر وخت  کړچار ته په پام سره دا چې  دنور ا...منیر په وینا، دغه ډله هیڅکله د انجونو دزده کړې مخالفه نه ده ، یوازې یو تبلیغاتي شعار ګڼل کیږي . په همدې دلیل  د انجونو د زده کړې  د پړاؤ په باب  چې  هغه د دوي د ښونځیو د پرانیستو خبر ورکړی ،  څه روښانه اطلاعات  نه دي خپره شوي .

 د طالبانو له خوا پر کابل له ولکې وروسته ،دغې ډلې د انجونو له زده کړې سره خپل مخالفت اعلان کړ، خو د حقاني ډلې او د کویټې د شورا په نامې سره دیوې ډلې په شمول د طالبانو په داخل کې  اختلافاتو ته په پام سره  داسې ښکاري ، د طالبانو پر کړچار د حقاني ډلې له بشپړ مسلط کیدا سره سره ، کویټې د شورا کړۍ هم  د طالبانو رهبرۍ شورا ته دخپلو غوښتونو د دیکته کولو په حال کې دي .

په همدې دلیل  د  انجونو د ښونځیو له تړل کیدا سره سره ،  په مزارشریفق کې د انجونو دزده کړې   دپیلیدا راپورونه  خپره شوي چې د افغانستان د ورځې له ټولنیزو شرائطو  سره په مخامخیدا کې د دوي پر اختلافاتو  ټپه وهي .

په دې زمینې کې  د افغانستان د سیاسی چارو یو کارپوه  آصف آسنا  وائي ،  که څه هم طالبانو له مخکینیو دوو لسیزو سره په پرتله کې  یو لړ بدلونونه تجروبه کړي دي ، خو د ائيډیالوجیک ارزښتونو له نظره هماغه د  تیر وخت طالبان دي . له دې امله باید  په عمل کې  وبریښوي  چې  دافغانستان د ټولنې په ګټه پخپلو دریځونو کې  نرمښت ته تیار دي .

داسې ښکاري  نړیوالې تولنې  او طالبانو  یو شان د صبر او انتظار سیاست  خپل کړی دی . نړیواله ټولنه  د طالبانو ډلې د اجرائي او حقیقي سیاستونو د وړاندې کیدا په تمه ده څو دهغو په اساس دریځ غوره کړي  او متقابلا  طالبانو ډله هم  د وخت په تیرولو سره  هڅه کوي ،د خپلو پروګرامونو پّه باب د نړیوالې ټولنې  د صبر او زغم اندازه وسنجوي .البته داسې ښکاري،طالبان دا فغانستان  د ټولنې د واقعیتونو په درک کولو او دغه راز د واکوالۍ په ډګر کې  د طالبانو ډله د سیاستونو او پروګرامونو د ورځې په اساس په ترسره کولو او د یوې وسلوالې ډلې  له پروګرامونو او شرائطو څخه د واټن په اخستو باندې د  نړیوالې ټولنې د  ټينګار د درک کولو په حال کې ده.

که څه هم  له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د  چلند څرنګوالی ،  ددغې ډلې  له شعارونو  او دعامو خلکو  دخوښو خبرو  سره نه ،بلکې ددغې ډلې  له کړچار سره په تناسب  کې دی

 طالبان چې  له دوو لسیزو وروسته  ئې بیا   په کابل کې د پوځي قدرت له لارې اقتدار په لاس کې اخستی  ، په عمل کې  د افغانستان  د خلکو په  ټولنیزو ،اقتصادي  او کلتوري شرائطو  او  له نړیوالو بدلونونو څخه د دوي  په اغیزمنیدا کې  دبدلونونو شاهدان دي . پر دې سربیره ، روڼ اندي طالبان، هم په عمل کې دې نتیجې ته رسیدلي دي  چې  دافغانستان د ټولنې مدیریّت او لارښونه ،  دمتخصصو او تعلیمیافته کسانو پرته  ممکنه نه ده . دغه وضعیّت  له طالبانو  سره او یا له طالبانو پرته  د افغانستان دحکومت  له ډول سره هم څه ارتباط نه لري . ځکه   دا  د افغانستان ځوان  نسل دی چې  دافغانستان راتلونکی جوړوي .

 په هرحال ،   دافغانستان د  انجونو اومیرمنو ټولنه ،  د افغانستان  د هغه  نفوسي جوړښت او همداراز د هغه کارکسب  دظرفیّت  یوه مهمه برخه جوړوي ، چې د تعلیمیافته  میرمنو او انجونو له شتون پرته  د دوي دمدیریّت او  فعالیت  هیڅ امکان   نه ترسترګو  کیږي  چې له هغو  د معلمانو او   د پرستارو ټولنې ته  اشاره کیدلی شي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption