په کندوزکې په وینودخداي د کور دککړولومسئولیّت داعش په غاړه واخست
داعشیانو دا جنایت په داسې حال کې کړی ، چې له دې مخکې دطالبانو مسئولانو وئيلي وو ،داعش نور د افغانستان لپاره جدي خطره نه ده .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د افغانستان په کندوز کې بوږنونکي او وحشي اقدام او ځان مرګي برید مسئولیّت تفکیری او وحشي داعش ډلې په غاړه اخستی دی . په داسې حال کې چې په سلګونو مسلمانانو د جمعې په لمانځه کې دخدای په کور کې دخداي په درګاه کې سربسجود وو،وحشي او جنایتکارو داعشیانو په دغه جومات باندې په ځان مرګي حملې سره کابو سل لمونځ ګوزار شهیدان او کابو دوه سوه نور هم ټپیان کړي دي . ځینو سرچینو وئیلي دي ، چې د لمونځ ګوزارو شهیدانو شمیر له سلو تنو هم اوښتی دی او ممکنه ده دشهیدانو شمیر نور هم زیات شي .
داعشي وحشیانو په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته د درستو جنایتونو او غمیزو پړه په غاړه اخستې ده . د طالبانو مسئولو کسانو وئیلي دي ،چې د داعش ډلې دغه اقدام غیر انساني او غیر اخلاقي دی او په دې اړه ئې پلټنې پیل کړي دي او جنایتکار به له سزا بچ پاتې نشي . داعشیانو دا جنایت په داسې حال کې کړی ، چې له دې مخکې دطالبانو مسئولانو وئيلي وو ،داعش نور د افغانستان لپاره جدي خطره نه ده .
د ایران اسلامی جمهوریت ،پاکستان او نورو سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو او ولسونو د داعشي تکفیریانو دغه غیر اسلامی اوغیر انساني اقدام په سخته محکوم کړی و وئیلي ئې دي ، دداعشیانو دغه شان بوږنونکي او غیر انساني اقدامات یوازې د وحشت او ویرې دخوریدا لپاره دي او غواړي په مسلمانانو کې اختلافاتو ته په هوا ورکولو سره دخپلو جنایتکارو اربابانو خدمت وکړي .