په قندوز کښې خونړۍ چاودنه او د طالبانو ذمه واري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106658-په_قندوز_کښې_خونړۍ_چاودنه_او_د_طالبانو_ذمه_واري
پرون د جُمعې په ورځ په قندوز کښې په خونړۍ او ترهه ګريزه چاودنه کښې تقريباً سل تنه شهيدان او دوه سوه هم ژوبل شول. دغه چاودنه د قندوز ولايت په خان آباد سيمه کښې د شيعه مسلمانانو په جومات کښې رامنځته شوه چې ذمه واري يې داعش تکفيري ډلې په غاړه واخېسته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2021 11:11 Asia/Kabul
  • په قندوز کښې خونړۍ چاودنه او د طالبانو ذمه واري

پرون د جُمعې په ورځ په قندوز کښې په خونړۍ او ترهه ګريزه چاودنه کښې تقريباً سل تنه شهيدان او دوه سوه هم ژوبل شول. دغه چاودنه د قندوز ولايت په خان آباد سيمه کښې د شيعه مسلمانانو په جومات کښې رامنځته شوه چې ذمه واري يې داعش تکفيري ډلې په غاړه واخېسته.

دغه خونړۍ چاودنه له دې وروسته رامنځته شوه چې طالب ډلې ادعا وکړه چې داعش ترهه ګره ډله د طالبانو لپاره څه جدي ګواښ نه دے او ډېر زر به دغه ډله په افغانستان کښې وځپلې شي. دا په داسې حال کښې دي داعش ترهه ګرې ډلې د شيعه مسلمانانو په هدفمنو وژلو او خونړيو چاودنو سره د افغان ولس په خلاف خپلې حملې شروع کړې دي. که څه هم د طالبانو له نظره دغه ترهه ګره ډله د طالبانو لپاره څه ګواښ نه دے خو دغه دغه ډله دهشتناکه او د افغانستان د خلقو په تېره بيا د مذهبي اقليتونو لپاره يو جدي ګواښ دے چې په افغانستان کښې مذهبي جنګونو ته د لمن په وهلو سره فعاليت کوي.

د افغانستان د مسائلو کارپېژاندے مولوي نعيم الحق په دې باوري دے چې داعش ترهه ګره ډله يوه بهرنۍ ښکارنده ده چې د افغان ولس د مشکلاتو د رامنځته کولو په هدف سره فعاليت کوي او دغه ډله د افغان ولس ترمېنځ د تفرقې رامنځته کولو لپاره يوه فتنه او دسيسه ده.

له داعش نه علاوه چې د قندوز د جومات د خونړۍ چاودنې ذمه واري په غاړه اخېستې ده دې ځينې طالب غړي چې له امريکې سره د سازباز او روغې جوړې مخالف وو هم  له دغې ډلې جدا شوي دي کېدې شي په افغانستان کښې د خونړيو تاوتريخوالو د رامنځته کولو له عواملو څخه وي. همدا د محمد اشرف غني د حکومت استخباراتي کسان  هم کېدې شي د حکومتي چارو په چلولو او د امنيت په ټينګښت کښې د بې وسه ښودلو په خاطر د طالب ډلې موقعيت ته د ګوزار ورکولو لپاره د خونړيو چاودنو اقدام کوي.

د سياسي مسائلو کارپېژاندے تميم باحث باوري دے:

د افغان ولس مخالفان چې د ترهه ګريزو اقداماتو په لټه کښې دي نه غواړي چې د دغه هېواد خلق امنيت ولري. هغوي ته په سيمه ايزو او نړيواله سطح کښې مختلفو ملاتړونه حاصل دي او په مذهبي مرکزونو کښې چاودنې مذهبي تاوتريخوالو ته د لمن د وهلو په هدف سره ترسره کوي.

په هر حال طالب ډله چې په افغانستان کښې د اقتدار واګې يې په لاسو کښې نيولې دي د دغه هېواد د خلقو په تېره بيا د مذهبي اقليتونو د امنيت د ټينګولو له ذمه وارۍ سره مخامخ دي او پکار نه دي يوې ملېشې وسله والې ډلې له نظره د افغان ولس مخالفې او وسله والې ډلې وجاجوي بلکه د افغان ولس د امنيت ناامنه کؤنکې هره ډله د دغه هېواد د خلقو دښمنه ګڼل کيږي او که طالب ډله له دغو ترهه ګرو ډلو سره د مقابلې ترڅنګه د د افغان ولس امنيت ټينګ وي  نو په راتلونکو وختوو به له لا زيات مشکلاتو او نتائجو سره مخامخ شي. په خاصه توګه دا چې نړيواله ټولنه به د افغان خلقو په وړاندې د يو ذمه وارۍ قبلؤنکې ډلې په توګه ونه مني.- ترجمه: شاهين