شاهین: د طالبانو کابينه کې به ښځې شاملې کړې شي
سهیل شاهین د نظام د څرنګوالي په اړه ويلي، چې دوی ټول شموله حکومت ته کار کوي او نظام به يې انتخابي نه وي
د طالبانو يو غړی سهيل شاهين چې په ملګرو ملتونو کې د دوی د امارت استازی هم نومول شوی، د طالبانو په کابينه کې د ښځو د ګډون خبر ورکړی.
نوموړي په تازه څرګندونو کې دا خبره کړې، خو نه يې دي ويلي، چې څو ښځې به د کومو معیارونو له مخې، د کومو وزارتونو لپاره معرفي شي.
شاهین په کابينه کې د قومي اقلیتونو د موجوديت یادونه کړې او ويلي، چې ښځينه به هم په کابينه کې شامل کړل شي.
دغه طالب مقام د دې ژمنې د عملي کیدو وخت هم نه دی په ډاګه کړی.
له دې سره، سهیل شاهین د نظام د څرنګوالي په اړه ويلي، چې دوی ټول شموله حکومت ته کار کوي او نظام به يې انتخابي نه وي
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير امير خان متقي په مشرۍ د دوی یو پلاوی دمګړۍ په اړه قطر کې دی.
طالب پلاوی به هلته د امريکا له یوه پلاوي سره هم وويني.
طالبان په دې سفر کې د خپل اسلامي امارت د نړیوال ملاتړ خپلولو په هڅه کې دی. د ځينو شنونکو په اند، د سهیل شاهین وروستۍ څرګندونې هم د دوی له وروستيو هڅو سره تړاو لري.