شاهین: د طالبانو کابينه کې به ښځې شاملې کړې شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106678-شاهین_د_طالبانو_کابينه_کې_به_ښځې_شاملې_کړې_شي
سهیل شاهین د نظام د څرنګوالي په اړه ويلي، چې دوی ټول شموله حکومت ته کار کوي او نظام به يې انتخابي نه وي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2021 01:04 Asia/Kabul
  • شاهین: د طالبانو کابينه کې به ښځې شاملې کړې شي

سهیل شاهین د نظام د څرنګوالي په اړه ويلي، چې دوی ټول شموله حکومت ته کار کوي او نظام به يې انتخابي نه وي

د طالبانو يو غړی سهيل شاهين چې په ملګرو ملتونو کې د دوی د امارت استازی هم نومول شوی، د طالبانو په کابينه کې د ښځو د ګډون خبر ورکړی.

نوموړي په تازه څرګندونو کې دا خبره کړې، خو نه يې دي ويلي، چې څو ښځې به د کومو معیارونو له مخې، د کومو وزارتونو لپاره معرفي شي.

 شاهین په کابينه کې د قومي اقلیتونو د موجوديت یادونه کړې او ويلي، چې ښځينه به هم په کابينه کې شامل کړل شي.

دغه طالب مقام د‌ دې ژمنې د عملي کیدو وخت هم نه دی په ډاګه کړی.

له دې سره، سهیل شاهین د نظام د څرنګوالي په اړه ويلي، چې دوی ټول شموله حکومت ته کار کوي او نظام به يې انتخابي نه وي

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير امير خان متقي په مشرۍ د دوی یو پلاوی دمګړۍ په اړه قطر کې دی‌.

طالب پلاوی به هلته د امريکا له یوه پلاوي سره هم وويني.

طالبان په دې سفر کې د خپل اسلامي امارت د نړیوال ملاتړ خپلولو په هڅه کې دی. د ځينو شنونکو په اند، د سهیل شاهین وروستۍ څرګندونې هم د دوی له وروستيو هڅو سره تړاو لري.