د خوارانو جنت
ځئ چې ځو جنت ته
په امریکا او اروپا کې د افغان کډوالو بد حال
په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو او په دغه هیواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته په زرګونو افغانان له خپل هیواده د امریکا او اروپایي هیوادونو په لور لاړل، دا په داسې حال کې دي چې د دغه ښاریزو د مجبورۍ له کډوالتوبه د اونیو اونیو په تېرېدو سره لا هم هغوي د سرحدي دیوالونو شاته یا د کډوالو په کمپونو کې په ډېرو کمو روغتیایي او هوساویزو امکاناتو سره شپې سبا کوي.
دغه حالات دومره خراب دي چې په دا وروستیو کې په سلګونو افغان کډوالو د برتانیې په سیاستونو په نیوکې سره خپل هیواد ته د ستنېدو غوښتنه کړې ده.
د ګارډین ورځپاڼې په لیکنه زیات شمېر افغانان چې له افغانستانه د برتانیا والو د وتلو د عملیاتو په وخت له هغوي سره یو ځای له خپل هیواده تللې وایي چې د دغه هیواد په هوټلونو کې د هغوي د ساتل کېدو شرایطو ډېر خواشینوونکي دي.
دا په داسې حال کې دي چې د برتانیې حکومت څو ورځې مخکې ادعا وکړه چې د «تود هرکلي د عملیاتو» په نامه یو پروګرام یې د افغان کډوالو لپاره جوړ کړی دی خو دغه پروګرام تر اوسه یوازې د خبرو تر حده پاتې دی.
په نورو اروپایي هیوادونو کې هم د افغان کډوالو حال ډېر ښه نه دی. په داسې حال کې چې د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل له اروپایي هیوادونو غوښتې چې تر لسو تر شلو زرو مهاجر ومني، د اروپایي اتحادیې داخلي ادارو د د غه اتحادیې له لسو غړوهیوادونو د پناه غواړو د ورتګ د مخنیوي لپاره د دیوال او خنډونو د جوړولو په غرض د مالي مرستې غوښتنه کړې ده.
د اروپایي اتحادیې ډېر ختیځ هیوادونه هم د اروپایي اتحادیې په خرچه د زرګونو کلومیټره دیوال د جوړولو په تکل کې دي، هغوي غواړي د یونان په شان د خنډونو په جوړولو سره د پناه غواړو د ورتګ مخه ډپ کړي.
د یونان مقاماتو له نویو پينځو پنډغالو څخه لومړی پنډغالی چې له دې مخکې پرې د بشري حقوقو ډلې نیوکې کړې وې، پرانستی دی. دغه پنډغالی چې د ساموس ټاپو خواته پروت دی په ازغنو تارونو کلایه شوی او سنبال برېښنایي امنیتي سسټم لري. د دغه کیمپ دروازې د شپې مهال بندیږي او د پناه غواړو تګ راتګ رالنډوي. په دې لړ کې د ملګرو ملتو د پناه غواړي اژانس یو ویندویي دې ته په نغوتې سره چې پناه غواړي ساتنې او مرستې ته اړتیا لري خبرداری ورکړ: هغوي مجرمان نه دي او د ټولنې لپاره هیڅ خطر نه لري.
د اروپایي اتحادیې د کورنیو چارو کمېشنرې ایلوا جوهانسون" وایي: ما لیدل چې ډېرو هیوادونو وپتېیله چې دغه خنډونه جوړ کړي، زه د دوي په دې کار نه پوهیږم. دا په داسې حال کې دي چې څو ورځې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو لوړ کمېشنر فیلیپو ګرانډي وویل: د اټکلونو له مخې په راتلونکو پینځو کلونو کې باید پینځه اتیا زره کسان له افغانستانه ووځي چې اروپایي اتحادیې یوازې د هغوي نیمو ته پناه ورکولی شي.
له دوه زره پینځلسم کاله تر اوسه کابو پینځه لکه اویا زره افغانانو د اروپایي اتحادیې له اوه ویشتو غړو هیوادونو د پناه غوښتنه کړې ده. یوازې په دوه زره شلم کال کې کابو څلور څلوېښتو زرو افغان کډوالو اروپایي اتحادیې ته خپل درخواستونه ورکړې چې سبب شوې افغانستان له سوریې وروسته اروپایي اتحادیې ته د کډوالو د استوونکي دوهم لوی هیواد په توګه وپېژندل شي. اوس هم ډېری افغانان د اروپایي پولو شاته د ورتګ اجازې ته سترګې په لاره دي.
امریکا ته کډوال ډېر مهاجر هم په بدو حالاتو کې ژوند کوي. د امریکا د پوځ له خوا د وړاندې شویو شمېرنو له مخې دم ګړۍ کابو درې پنځوس زره افغان مهاجر چې د کابل له سقوط وروسته متحده ایالتونو ته لېږدلو شوې، د امریکا په اتو پوځي اډو کې ځای پر ځای شوې دي.
ډېر هغه کډوال هم چې دغه هیواد ته ننوتې مناسب حالت نه لري. په دې ډول چې د امریکا د داخلي امنیت وزارت د تندلارو داخلي ډلو د خپګان د احتمالي زیاتېدو او د تاوتریخوالي د احتمال د زیاتېدو په اړه پولیسو ته خبرداری ورکړی دی. د متحده ایالتونو د داخلي امنیت د وزارت د اطلاعاتو او شننې د دفتر د بیانیې له مخې، مشکوکه تندلاري کسان چې د سپین پوستو د برلاسۍ ادعا لري د فیډرل دولت، او دهغوی سازمانونو چې د مهاجرو او کډوالو په استوګنولو کې رول لري د حیاتي بنسټي ودانیو او تاسیساتو په خلاف مبهم ګواښونه ورکړې دي. د دغه بیانیې له مخې هغوي په فلورېډا کې د هغو پرایویټو سازمانونو چې د افغانانو له بیا استوګنولو سره یې مرسته کړې د سوزولو غوښتنه کړې ده.
په زرګونو نور مهاجر هم په جرمني، قطر، اماراتو البانیا، او یوګنډا کې په پنډغالو کې په بدو ټولنیزو روغتیایي حالاتو کې اوسیږي په داسې حال کې چې نه پوهیږي راتلونکی او برخلیک به یې څه وي؟